slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د افغانستان د اسلامي امارت د کابينې نهمه غونډه د عاليقدر اميرالمؤمنين شيخ القرآن والحديث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله په مشرۍ جوړه شوه، چې دوه ورځې يې دوام وکړ او پر يو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې په کې وشوې. په دې غونډه کې د ټولګټو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې بدخشان کې د واخان لويې لارې سروې، د ډيزاين او اساسي جوړولو قرارداد په اړه لازم اقدامات وکړي او وروستی پلان دې د منظورۍ لپاره د اسلامي امارت مقام ته وړاندې کړي. همدا راز د پوهنتونونو او ښوونځيو د نصاب جوړولو په اړه ګمارل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، تر څو له اسلامي اصولو سره سم د پوهنتونونو او ښوونځيو لپاره د نويو نصابونو د جوړولو چارې چټکې کړي. دغه ‌راز د اوبو او انرژۍ وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې د ټولو هغو جوماتونو چې د بېلونو د نه تاديې له امله يې برښنا قطع شوې وي، مېټرونه نصب او برښنا ورته بېرته وصل کړي. د کابينې په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په مشرۍ د ارشاد، حج او اوقافو او د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکايتونو د اورېدلو وزارتونو استازو په غړيتوب پلاوي ته دنده وسپارل شوه، ترڅو د متبرکه او مقدسو کاغذونو په احترام سره د له منځه وړلو په هکله استفتاء چمتو او د امارت مقام ته وړاندې کړي. د دې تر څنګ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته دنده سپارل شوې، چې د امربالمعروف، نهی عن المنکر او د شکايتونو اورېدلو وزارت په همکارۍ د قرآنکريم او نورو مقدسو کاغذونو او ضعيفو شويو کتابونو نسخو ته دې د خونديتوب په موخه په غرونو يا نورو مصؤنو ځايونو کې خوندي ځايونه جوړ او هلته دې خوندي کړي او ځينې نور يې چې د جوړېدو وړ وي، د جوړېدو طريقه دې ورته جوړه کړي. د کابينې په دې غونډه کې د قېمتونو د کنټرول کمېسيون ته دنده وسپارل شوه چې د افغانۍ د ارزښت لوړوالي ته په کتو دې د خوراکي او نورو سوداګريزو توکو د نرخونو د کنټرول په اړه لازم اقدامات ترسره کړي.