slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د فراه ولایت امنیه قوماندانۍ اړوند ځانګړو قطعو امنیتي او کشفي ځواکونو د یو لړ جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې یولس تنه د بېلابېلو غلاوو، نشه‌يي توکو او غیر قانوني فعالیتونو په تړاو نیولي دي.

د معلوماتو له مخې، دوه تنه وسله‌وال غله چې په بېلابېلو غلاوو کې ښکیل وو، د ځانګړو ځواکونو له لوري ونیول شول. همداراز، د بکواه ولسوالۍ امنیتي ځواکونو یو تن د ۳۰۰ دانې نشه‌يي "ټابلیټ کا" ګولیو سره نیولی، او د شاګۍ په سیمه کې یې ۹۰ کیلو ګرامه مختلف نشه‌يي مواد کشف او له منځه وړي دي.

د فراه ښار اړوند د اولې امنیتي حوزې ځواکونو هم پنځه تنه د غلاوو په تړاو نیولي دي؛ درې تنه یې له یو سرایه د آیفون موبایل، موټر بطرۍ او نور توکي غلا کړي وو، او دوه نور د ۲۰۰ کیلو ګرامه غنمو او ۱۰۰ کیلو ګرامه اوربشو د غلا په تور نیول شوي دي.

په ورته وخت کې، د پشت‌کوه ولسوالۍ امنیتي ځواکونو درې تنه هغه مهال ونیول، کله چې د یو باروړونکي موټر څخه یې ۱۰ بوشکې غوړي غلا کړي وو.

له بلې خوا، د خاک‌سفید ولسوالۍ امنیتي او کشفي ځواکونو یو غلا شوی موټرسایکل کشف او ضبط کړی، چې په تړاو یې یو تن مشکوک کس نیول شوی دی. همداراز، د بالابلوک ولسوالۍ امنیتي ځواکونو یو تن د موبایل د غلا په تور نیولی دی.

د فراه امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي، د مجرمانو پر وړاندې مبارزه او د عامه نظم ټینګښت د دوی د کاري لومړیتوبونو څخه دی، او دغه عملیات به په پلان‌لرونکي ډول دوام ومومي.