slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ملګرو ملتونو سازمان د نومبر د دویمې نېټې سره هم‌مهاله، چې د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو نړیواله ورځ ده، ویلي، غزه په معاصر تاریخ کې د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګونی ځای و.

دغه سازمان زیاته کړې، په ټوله نړۍ کې د خبریالانو د وژنې له هرو ۱۰ پېښو څخه ۹ هغه یې له پلټنې پرته پاتې شوې دي.

د ملګرو ملتونو سازمان د بشر حقونو دفتر د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ زیږدېز کال د اکټوبر له اوومې نیټې راپدیخوا په غزه کې ۲۴۸ خبریالان شهیدان شوي دي.

دا شمېر د ملګرو ملتونو له لوري د معارصر تاریخ په جګړو او شخړو کې تر ټولو لوړ ګڼل شوی دی