د خوست امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې رسنیو ته ویلي چې په دې ولایت کې امنیتي ځواکونو په ځنځیرونو یو تړل شوی ځوان آزاد کړ.
د خوست امنیه قوماندانۍ اړوند د ځاځي میدان ولسوالۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې مسؤلینو په یاده ولسوالۍ کې یو ځوان، چې د خپلې کورنۍ د غړو له لوري د کور په یوه کوټه کې په خودسرانه توګه زنداني شوی و، له تړل شویو ځنځیرونو آزاد کړ.
د یادې پېښې څرنګوالي اړوند پلټنې روانې دي، خو ژغورل شوي ځوان په لومړنیو اظهاراتو کې ویلي، چې ورور او درې ترونو یې د نامعلوم علت له امله په یوه تیاره اطاق کې ساتلی و.
د ویلو ده، چې د یادې پېښې په تړاو امنیتي ځواکونو د ژغورل شوي ځوان یو تره نیولی او د نورو ښکېلو کسانو د نیولو او موندلو هڅې روانې دي.