slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د سوریې په جنوب کې پر درعا ولایت د اسرائیلو بمبارۍ غندلې دي.

دغه وزارت له سوریې سره خپل پیوستون څرګند کړی او له امنیت شورا یې غوښتي، چې د اسرائیلو د پرله ‌پسې یرغل پر وړاندې جدي اقدامات وکړي.

ورته مهال د کویټ د بهرنیو چارو وزارت هم د سوریې پر خاوره د اسرائیلو د تجاوز پر وړاندې خپل غوسه څرګنده کړې او د سوریې د حاکمیت، استقلال او ارضي تمامیت ته د درناوي کولو غوښتنه يې کړې ده