تاجکستاني پلاوی په یوه رسمي سفر کابل ته راغلی.
د تاجیکستان یو لوړپوړی پلاوی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت، امنیت او نور مهم مسولین پکې شامل دي، نن (شنبه، د لړم ۲۴مه) کابل ته راورسېد.
د یاد پلاوي د راتګ اصلي موخه د تاجیکستان جمهوریت او د افغانستان اسلامي امارت ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکو پراخېدل او پیاوړتیا بلل شوې ده.
ټاکل شوې، چې دغه پلاوی به د افغان حکومت له بېلابېلو مسوولینو سره د لیدنو پر مهال د راتلونکو همکاریو، ګډو پروژو او سیمه ییزو تعاملاتو په اړه هر اړخیز بحثونه وکړي.
همداراز تمه کېږي، چې د پراخو سیاسي بحثونو ترڅنګ به په دوشنبه کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت او ځینې نور جزئي او تخنیکي موضوعات هم د دې سفر پر مهال تر بحث لاندې ونیول شي.


