څلورو ولایتونو کې ۵۲ تنه روږدي د درملنې لپاره روغتیایي مرکزونو ته ولېږدول شول.
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د پولیسو په هڅو د هېواد په څلورو ولایتونو کې ۵۲ تنه روږدي راټول او د درملنې لپاره اړوندو روغتیایي مرکزونو ته سپارل شوي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دغه عملیات د پکتیا، پروان، سمنګان او فراه ولایتونو په مرکزونو کې ترسره شوي چې له مخې یې ۳۱ تنه په پکتیا، ۵ تنه په پروان، ۱۰ تنه په سمنګان او ۶ تنه په فراه کې راټول شوي دي.
مسؤلین وايي، یاد کسان د غوښتنې د کموالي ریاست اړوندو روغتیایي کمپونو ته لېږدول شوي څو د روږدو کسانو د درملنې پروګرامونو لاندې درملنه او پاملرنه ورته وشي.
د کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د نشه يي توکو د مخنیوي او د روږدو د درملنې بهیر به په ټول هېواد کې په منظم ډول روان وي.