ارګ کې د ریس الوزرا له لورې د حسن بصري رح جامع جومات پرانسته وکړه.
د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په ارګ کې د «حسن بصري رحمه الله» جامع جومات پرانیست او د جمعې لمونځ یې په کې ادا کړ.
دغو مراسمو کې د ریاست الوزرا مرستیالانو، د کابينې يو شمېر وزيرانو، د امارتي ادارو مسولینو، یو شمېر علماوو او عامو هیوادوالو ګډون کړی و.
حسن بصري (رح) جامع جومات د افغان انجنيرانو او مسلکي کاریګرو پر مټ د هرات د چشت شریف له مرمرو، د هلمند له رخامو، د میدان وردګ له ډبرو، د کونړ او نورستان له لرګیو او نورو وطني توکو رغېدلی، چې د شنې ساحې په ګډون له ۱۰۶۰ مترمربع ځمکې څخه پر ۶۲۷ متر مربع ځمکه جوړ شوی او په يوه وخت په کې ۱۰۰۰ تنه لمونځ کوونکي ځایېږي.
د یادونې وړ ده، ياد جومات چې رییس الوزرا ملا محمدحسن اخوند یې د ۱۴۰۱ لمریز کال د کب په ۲۴ د بنسټ ډبره ایښې وه، يوه ګنبد، څلور منارې، په تلخونه کې د کتابتون، تدریس او لمانځه لپاره مناسب ځای، د مرکز ګرمي ترڅنګ سړې او تودې اوبه او د برېښنا، انټرنېټ او غږیز سیستم لپاره یوه کنټرول خونه هم لري.


