slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د بلخ ولایت ا.ق د پوليسو وياند محمد عيسی وثیق وايي چې ددې قومندانۍ اړوند د جنايي جرمونو د مخنیوي او چټک غبرګون په موخه د موټرسايکل سپرو (۴۶) کسیزه سياره قطعه رامنځته شوه چې په ټولو پوځي تجهیزاتو پوره سمبال ده.


ښاغلی وثيق زياتوي چې دغه قطعه به شپه او ورځ خپل فعالیتونه تر سره کوي؛ ترڅو د مزارشریف ښار د لاښه امنیتي وضعیت لپاره مؤثر ګامونه اوچت کړي.


هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم د کورنيو چارو وزارت له لوري په بيلابيلو ولايتونو کې دا ډول سيارې قطعې د لاښه امنیت د ټینګښت په پار جوړې شوې دي.