د روسي بېپیلوټه الوتکې له لورې د پولنډ فضايي حریم تر نقض وروسته امریکا یې چارواکو ویلي، چې د ناټو فضا نقض کول جدي ګواښ دی.
د پولنډ پوځي چارواکو پرون چهارشنبه اعلان وکړ، چې څو روسۍ بېپیلوټه الوتکې د اوکراین له لوري د پولنډ هوايي حریم ته ننوتي دي. د پولنډ دفاعي ځواکونه وايي، چې دغه الوتکې یې په نښه کړې دي.
د پولنډ پوځ ویلي، چې د الوتکو د پېژندنې او لهمنځه وړلو لپاره عملیات روان دي او د پوډلاسکي، مازوویکي او لوبلین سیمو خلکو ته سپارښتنه شوې چې په خپلو کورونو کې پاتې شي. له پېښې وروسته د وارسا چوپین نړیوال هوايي ډګر په ګډون څو نور هوايي ډګرونه لنډمهاله وتړل شول.
تر اوسه د پولنډ حکومت رسمي تایید نهدی کړی او روسیې هم د راپورونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی. امریکایي چارواکو ویلي، چې د ناټو فضا ته د دې ډول سرغړونو پیښې جدي ګواښ ګڼل کېږي.