slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د هغه اداره د اخوان المسلمین ډلې د «بهرنیو ترهګریزو سازمانونو» په لېست کې د شاملولو لپاره وروستۍ اسناد چمتو کوي. د ټرمپ په وینا، دا پرېکړه د امریکا د امنیتي پالیسۍ یوه مهمه برخه ده او حکومت یې پر اړتیا ټینګار کوي.

د «جاست د نیوز» د راپور له مخې، ټرمپ لا د خپلې لومړۍ دورې له پیله هڅه لرله چې دغه ډله په رسمي ډول د ترهګریزو سازمانونو په لېست کې ثبت کړي، خو هغه مهال دا هڅه بشپړه نه شوه. اوس د هغه د بیا فعالو هڅو له امله د موضوع اسناد وروستۍ مرحلې ته رسېدلي دي.

د امریکا حکومت تر اوسه د یاد اقدام د عملي کولو دقیق مهالویش نه دی څرګند کړی، خو ټرمپ ویلي چې د پرېکړې اعلان ډېر نږدې دی.