slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کابل ښار د چاپېریال ساتنې ریاست د پلچرخي په صنعتي پارک کې له یو شمېر تولیدي او صنعتي شرکتونو څخه پراخه څارنه کړې ده. دا څارنه د دې لپاره شوې، چې شرکتونه د چاپېریال ساتنې قانوني معیارونه رعایت کړي او د هوا، اوبو او چاپېریال له ککړتیا مخنیوی وشي.

په دغه بهیر کې د ریاست تخنیکي ټیمونو له ۱۵ زیات شرکتونه او فابریکې وکتلې. د څارنو پر مهال د فابریکو مالکینو ته د فاضله اوبو د مدیریت، د لوګي د تصفیه سیسټمونو کارونې، د سپتیک څاه ګانو جوړونې، د اور وژنې تجهیزاتو برابرولو، او د شنو ساحو ساتنې اړوند سپارښتنې ورکړل شوې.

په ځانګړې توګه، د الکوزي تولیدي شرکت له خوا د بیا نظارت اجازه نه ورکولو له امله، د سرغړونې راپور ترتیب شوی او ټاکل شوې ده چې قانوني اقدام به یې پر وړاندې وشي.

بل لور ته ، د "نجیب بشارت" شرکت، چې د طبي کثافاتو په مدیریت کې بوخت دی، د پخوانیو سپارښتنو د نه تطبیق له امله ترې لیکلی تعهد واخیستل شو. دې شرکت ته لسو تر پنځلسو ورځو پورې وخت ورکړل شوی څو اړینې وسایل لکه انسینریټر، آتوکلاو او شریډر برابر کړي او د کثافاتو د زېرمه کولو ځای اصلاح کړي.

همداراز، له یو شمېر نورو شرکتونو لکه د پایپ جوړونې، جورابو، ساختماني عایق، خوراکه حیواني، او پلاستیکي تولیداتو څخه هم لیدنه وشوه او لازمي چاپېریالي ژمنې ترې واخیستل شوې.

د کابل د چاپېریال ساتنې ریاست ټینګار کوي، چې ټول شرکتونه باید له  نافذه چاپېریالي قوانینو سره سم فعالیت وکړي، کنه له قانوني چلند سره به مخ شي.