slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د افغانستان اسلامي امارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې د قطر په دوحه کې د حماس اسلامي غورځنګ په دفتر د صهیونيستي رژیم برید په کلکو ټکو غندلی دی. په اعلامیه کې ویل شوي، چې په دې برید کې د حماس څو تنه غړي شهیدان شوي دي او د شهیدانو کورنیو او فلسطیني مجاهدینو ته یې د تسلیت او صبر هیله وړاندې شوې ده.

اعلامیه کې د اسراییلي رژیم کړنې د انساني موازینو خلاف او وحشیانه بلل شوي او پرو وړاندې یې د نړیوالو اقدام نه کول د اندېښنې وړ ګڼل شوي دي. اسلامي امارت ټینګار کړی، چې باید د اسراییلو تېري ژر ودرول شي، د هېوادونو حریمونه خوندي وساتل شي او په فلسطین کې پر مظلومو مسلمانانو روان ظلم او ناورین پای ته ورسیږي.

همدارنګه په اعلامیه کې له الله تعالی څخه غوښتنه شوې، چې د صهیونيستانو ظلمونو ته سزا ورکړي.