slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

 د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند طیب حماد وايي چې د ننګر امنیه قومندانۍ  اړوند د درېیمې امنیتي حوزې منسوبینو د خپلو امنیتي هڅو په دوام درې تنه غله نیولي دي.

نیول شویو کسانو به د ښار په بېلابېلو سیمو کې د خلکو موټرسايکلونه، موبایلونه او نور قیمتي توکي غلا کول. امنیتي ځواکونو یاد کسان لاس په لاس نیولي.

نیول شویو کسانو د خپل جرم اعتراف کړی او اوس مهال تر لومړنیو څېړنو او ګرویږنو لاندې دي، چې وروسته به د قانوني پروسو له مخې عدلي او قضایي بنسټونو ته وسپارل شي.

د ننګرهار امنیه قومندانۍ ډاډ ورکوي چې د خلکو د مال او ژوند د خوندي ساتنې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي او د مجرمینو پر وړاندې هیڅ زغم نه لري.