slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویتکاف او د قطر د بهرنیو چارو وزیر عبدالرحمان ال ثاني په هسپانیا کې د غزې د جګړې د پای ته رسولو او د اسراییلي یرغمل شویو د خوشې کولو په اړه خبرې وکړې.

د راپورونو له مخې، دغه لیدنه په داسې حال کې ترسره شوه چې اسراییل خپلې پوځي بریدونه زیات کړي او د غزې نیولو لپاره هڅې کوي، خو قطر، امریکا او مصر هڅه کوي چې د جګړې د پراختیا مخه ونیسي او اوربند رامنځته کړي.

قطر او امریکا پلان لري په راتلونکو دوو اوونیو کې د یرغمل شویو د ازادولو لپاره یو جامع پلان وړاندې کړي. د اسراییل امنیتي کابینه د غزې د بشپړ کنټرول هدف تایید کړی، خو د اوربند او یرغمل شویو د خوشې کولو لپاره وړاندیز شوی پلان د جګړې پای، د فلسطیني وسله‌والو بې‌وسلې کول، د حماس د قوماندانانو تبعید او په غزه کې د نوي ملکي ادارې جوړول شامل دي.

په ورته وخت کې، د اسراییل یوه چارواکي ویلي چې د اسراییل او حماس تر منځ د جګړې د پای لپاره اختلافات لا هم ژور دي او په اوسني وضعیت کې د هراړخیز تړون امکان کم دی.

همدارنګه، د مصر، سعودي عربستان، ترکيې او شاوخوا ۲۰ نورو عربي او اسلامي هېوادونو په ګډه اعلامیه کې د غزې اشغال سخت غندل شوی او د اسراییل اقدامات یې د نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې ده.

ویتکاف د اسراییل د یرغمل شویو کسانو کورنیو ته ډاډ ورکړی چې امریکا غواړي جګړه ختمه کړي او د اوربند او یرغمل شویو د خوشې کېدو لپاره جدي هڅې کوي.