slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، د پاکستان او هند ترمنځ زیاتیدونکي کړکیچ د اندېښنې وړ او د وضعيت لا ترينگلتيا د سيمې په گټه نه بولي.

همدا راز دغې اعلاميه کې راغلي، چې افغانستان اسلامي امارت امنيت او ثبات د ټولې سیمې په ګټه بولي او په دواړو لوریو غږ کوي چې له زغم څخه کار واخلي او ستونزې د ديپلوماسۍ له لارې په خبرو او تفاهم حل کړي.

پرون شپه دوه بجې هند دپلهګام پېښې په غچ کې د پاکستان په خاوره کې نهه ځایونه په نښه کړل او د سلو په شاوخوا کې د خپلو مخالفو وسله‌والو د وژنې ادعا یې وکړه؛ خو پاکستان د هند په بریدونو کې دملکیانو د وژل کېدو خبر وکړی او ورسره یې د هند د پینځو الوتکو د نسکورولو ادعا هم کړې. ورته مهال پاکستان د هند یاد برید ته په اشارې ویلي چې بې ځوابه یې نه پرېږدي او له دې سخت ځواب به يې هند ته ورکړي.

هندي چارواکو د سیندور په نامه د ترسره شویو عملیاتو په تړاو رسنیو ته ویلي چې په دې بریدونو کې کوم ملکي ځای نه دی په نښه شوی او یواځې هغه ځایونه ویشتل شوي چې د دوی مخالفې وسله‌والې ډلې پکې وې.

د پاکستان په پنجاب کې نظامي حالت اعلان شوی، روغتونونو ته د اضطراري حالت لپاره د تیاري امر شوی او دا رنګه تر دویم امره ښوونیز مرکزونه او پوهنتونونه رخصت شوي.