slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

امریکایۍ رسنۍ وايي چې د اریزونا ایالت په ګرینډ کینین ملي پارک کې ځنګلي اور له یوې میاشتې راهیسې بل دی او لا هم په شدت سره دوام لري. دا د روان کال تر ټولو لوی اور بلل شوی دی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې یک‌شنبه (زمری ۱۱مه) لیکلي، ې د ډریګن براوو اور چې په ګرینډ دره کې د سختې وچکالۍ او وچ موسم له امله بل شوی چې تر دې دمه یې تر ۱۱۴ زرو جریبو ډېر ځنګلونه سوځولي او یوازې ۱۱ سلنه اور کنټرول شوی دی.

دغه اور ګرېنډ کنین لوژ، سېلانیانو مرکز او مېلمنو کوټو په ګډون د پارک په شمالي څنډه کې ډېرې ودانۍ ویجاړې کړې دي.

اوروژونکي لګیا دي چې کنټرول یې کړي، خو تر اوسه نه دي بریالي شوي. د پارک شمالي او سوېلي څنډو تر منځ لارې تړل شوي، خو د سوېلي څنډې یوه لاره د سېلانیانو لپاره خلاصه ده.