پنجشېر کې ترافیکي پېښې یو تن سخت ټپي کړی دی.
نن سهار شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې د پنجشیر ولایت د دره ولسوالۍ د پاوی سیمې په مربوطاتو کې یوه ترافیکي پېښه رامنځته شوه چې له امله یې یو پیادهرو وګړی سخت ټپي شو.
پیښه هغه مهال پېښه شوه کله چې د موټرسايکل یو سواره د بېاحتیاطۍ او د ترافیکي اصولو د نه رعایت له کبله، پر سړک پر غاړه روان پیادهکس تر موټرسايکل لاندې کړ.
د پېښې له رامنځته کېدو وروسته، د دره امنیه قوماندانۍ ترافیکي ټیم په وخت سیمې ته ورسید او ټپي شوی کس یې ژر تر ژره د ولسوالۍ روغتون ته انتقال کړ. وروسته ټپي کس د رخه شفاخانې ته هم لېږدول شوی دی.
د ډاکټرانو په وینا، د ټپي شوي کس روغتیایي وضعیت لا هم د اندېښنې وړ دی.
د موټر سایکل چلونکی له امنیتي ځواکونو سره په بند کې دی او له قانون سره سمه پرېکړه به یې په اړه وشي.