په لغمان کې د امر بالمعروف ریاست چارواکي؛ په دې ولایت کې مو د یوه جبري نکاح مخه نیولې او یوې بلې مېرمنې ته مو د مهر حق حاصل کړی دی.
د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزرات په خپرې کړې خبرپانه کې ويلي چې د لغمان ولايت د امربالمعروف، نهي عن المنکر رياست د يوې ميرمنې د شکايت وروسته یې د هغې د جبري نکاح مخنیوی کړی دی.
د خپرپاڼې له مخې د يادې نجلۍ درضايت پرته یې د کورنۍ مشرانو لخوا تره زوی ته په نکاح ورکړل شوې وه.
په راليږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د يادې موضوع په تړاو دواړه لوري راغوښتل شوي وو، چې د مېرمنو حقوقو د بيان تر بشپړيدو وروسته یې نکاح لغوه اعلان کړه.