slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کور او ښار جوړولو وزارت د مالي او اداري مرستیال محمد ارسلاح خروټي په مشرۍ د یوې مهمې ناستې کوربه وو، چې موخه یې د اټومي انرژۍ ادارې د ودانۍ د ستونزو ارزونه او د حل لارو موندل وو. په دې غونډه کې د یاد وزارت اړوندو ریاستونو مسؤلینو ګډون درلود.

په ناسته کې د مهندسۍ او ودانیو د ډیزاین ریاست، د برنامو د چارو د انسجام ریاست، د نظارت ریاست او د مالي ریاست استازو د ودانۍ د نقشو او د تر سره شوو کارونو په اړه خپلې ارزونې او نظریات وړاندې کړل.

د وزارت مالي او اداري مرستیال محمد ارسلاح خروټي ټینګار وکړ چې اړوند ریاستونه دې د ودانۍ نقشې په تخنیکي ډول وڅېړي او د تطبیق بهیر سره دې ورته والي ورکړي، څو د عملي پریکړې لپاره زمینه برابره شي. نوموړي زیاته کړه چې راټول شوي معلومات دې په راتلونکې غونډه کې وړاندې شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هر کال د دولتي ادارو د اړتیاوو پر بنسټ ودانیزې نقشې طرحه او ډیزاین کوي او د تطبیق لپاره یې اړوندو مراجعو ته سپاري. د دغه وزارت په وینا، ټولې پروژې د انجینري د نړیوالو معیارونو مطابق پر مخ وړل کېږي، څو د دولتي ودانیو د پایښت او کیفیت ډاډ ترلاسه شي.