په روسیه کې له ۶۰۰ کلونو وروسته دکراشنینیکوف په نوم اورشیندونکي بېرته فعاله شوې دي.
د روسیې په کامچاتکا ټاپووزمه کې د کراشنینیکوف اورشیندنه له ۶۰۰ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره بېرته را ویښ شوی. وروستی ځل د دې اورشیندنې ثبتېدل د ۱۴۶۳ میلادي کال ته ورګرځي او له هغه وخت راهیسې تر اوسه یې د فعالیت هېڅ کوم بل راپور خپور شوی نه دی.
د
روسیې د بېړنيو چارو وزارت سیمه ییزې څانګې ویلي، چې له دغې اورشیندنې
وروسته تر شپږ زره مترو د دود یوه لوړه ستنه درېدلې ده او ددې اورشیندنې
لوړوالی شاوخوا ۱،۸۵۶ دی.
یورو نیوز راپور ورکړی، چې دا پېښه له هغې سترې زلزلې وروسته رامنځته شوه، چې تر دې مخکې یې د کامچاتکا سمندري سیمې لړزولې وې.
د
کراشنینیکوف اورشېندونه د روسیې د ختیځ د اورشېندونکي کمربند برخه ده؛ دا
یوه ډېره فعاله سیمه ده چې شاوخوا ۳۰۰ اورشېندونکي لري او لږ تر لږه ۲۹ یې
لا هم فعال دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د روسیې په ختیځ کې د ریښتر په کچه ۸.۸ درجې زلزله شوه.
په روسیه کې د کمشاتکا ساحلي ښار د زلزلې مرکز ښودل شوی دی، چې له کبله یې د سونامي خبرداری هم ورکړل شوی دی.
د سونامي څپې د ارام سمندر له لارې نورو ساحلي هېوادونو ته هم رسېدونکې دي.
په جاپان او د امریکا په هاوايي ایالت کې چې د ارام سمندر ترڅنګ پراته دي؛ خلکو ته خبرداری ورکړل شوی، چې ژر تر ژره دې له ساحلي سیمو ووځي.