تېرې څو ورځې؛ په اووه ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تور شل تنه نیول شوي.
د بېلابېلو راپورونو له مخې په تېرو څو ورځو کې د کورنيو چارو وزارت اړوند پوليسو د هېواد په ۷ ولايتونو، ننګرهار، لغمان، نيمروز، باميان، بلخ، سمنګان، او دايکندي ولايتونو کې ۲۲ تنه د نشه يي توکو د پلور، پېر او قاچاق، جوارګرۍ، اخلاقي فساد او د انساني قاچاق په تور نیولي دي.
په يادو نیول شوو کسانو کې، ۲ تنه په ننګرهار، ۲ تنه په لغمان، ۶ تنه په بلخ، ۷ تنه په سمنګانو، ۳ تنه په نيمروز، يو تن په باميانو او يو تن په دايکندي ولايتونو کې نيولي، چې د لومړنيو څېړنو وروسته به اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.
#پولیس_راډیو