slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د جرمني صدراعظم فریدریش مېرڅ د یکشنبې په ورځ څرګنده کړه چې د اوکراین جګړې اوږدېدو ته ځان اماده کړی دی، ځکه د ده په وینا، جګړې معمولاً یا د پوځي ماتې یا اقتصادي ستړیا له لارې پای ته رسېږي، خو د اوکراین او روسیې په جګړه کې دا دواړه نښې تر اوسه نه لیدل کېږي.


د هغه خبرې داسې مهال کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین او روسیې د مشرانو د کتنې لپاره ورکړی ضرب‌الاجل سبا پای ته رسېږي. ټرمپ خبرداری ورکړی، که دغه ناسته ترسره نه شي، نو جدي عواقب به ولري.

مېرڅ او د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د جګړې مسوولیت د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین واچاوه او له واشنګټنه یې وغوښتل چې پر مسکو لا نور بندیزونه وضع کړي.

مېرڅ په زی ډي اېف ټلویزیوني مرکه کې وویل: «زه ځان دې ته تیاروم چې دا جګړه اوږده نه شي. هڅې روانې دي چې د پراخو دیپلوماتیکو نوښتونو له لارې سوله ټینګه شي، خو دا کار د اوکراین د تسلیمېدو په بیه نه شي کېدای، ځکه که داسې وشي، روسیه به په راتلونکي کې یو بل هېواد په نښه کړي.»

هغه ونه ویل چې که د سولې احتمالي تړون وشي، ایا جرمني به د امنیتي تضمین په توګه خپل پوځیان اوکراین ته واستوي او که نه.

فرانسه او بریتانیا وړاندیز کړی چې د تضمینوونکو ځواکونو یو میکانیزم جوړ شي څو د روسیې د احتمالي راتلونکو بریدونو مخه ونیول شي، خو د جرمني احتمالي ګډون د دې هېواد په کور دننه د خلکو اندېښنې راپارولې دي.

کرملین بیا پر اروپایي قدرتونو تور پورې کړی چې د ټرمپ د سولې د هڅو پر وړاندې خنډ جوړوي. د مسکو په وینا، عملیات به د هغه وخت پورې روان وي څو چې د کییف له لوري د سولې رښتینې نښې څرګندې نه شي.