د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت؛ پنځو ولایتونو کې ګڼ روږدي د درملنې لپاره راټول شوي او یو شمېر قاچاقبران نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت اړوند د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت پولیسو په هېواد کې د پنځو ولایتونو په مختلفو سیمو کې د نشه يي توکو پر ضد عملیات ترسره کړل.
د خبرپاڼې له مخې تېرو څو ساعتونو کې د هېواد په کچه ۳۵ تنه روږدي د لغمان، پروان، بلخ، کاپیسا او فراه ولایتونو څخه راټول او د درملنې لپاره اړونده روغتیایي کمپونو ته لېږدول شوي. د دغو کسانو له ډلې، ۲۴ تنه د لغمان له بېلابېلو سیمو راټول شوي او د درملنې لپاره پلازمېنه کابل ته د امید صحي کمپ ته انتقال شوي دي.
له بلې خوا د همدې معینیت پولیسو د پنځو ولایتونو پکتیا، پروان، خوست، نیمروز او میدان وردګو کې ۶ تنه د نشه يي توکو د خرڅلاو، انتقال او استعمال په تړاو نیولي. له نیول شویو کسانو څخه ۱.۱۴ کیلوګرامه شیشه، ۱.۱۵۰ کیلوګرامه چرس او ۶۶ ګرامه هیرويین ترلاسه شوي دي.
د سرچینې په وینا د نیول شویو کسانو دوسیې به له څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.


