د کندز ولایت په قلعه ذال ولسوالۍ کې د یو پایه فلزي پُل د بیا رغونې کار د څه باندې ۴.۷میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړ او ګټې اخیستې ته و سپارل شو.
د ټولګټو وزارت لخوا د کندز ولایت په قلعه ذال ولسولۍ کې؛ د قلعه ذال فلزي پل د ترمیم کار د څه باندې ۴.۷میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړ او د کندز ولایت د والي او یو شمېر نورو سیمه ایزو مسئولینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته و سپارل شوې . دغه پل؛ د ۱۲۰متره په اوږدوالي او ۸متره پلنوالي سره د قلعه ذال ولسوالۍ پر مسیر موقعیت لري، چې شیرخان بندر د بلخ ولایت د دولت آباد ولسواۍ سره نښلوي او د تجارتي توکو په انتقال کې خورا اغیزمن اقتصادي رول لري. د یاد پل د ترمیم او بیا رغونې کار د ټولګټو وزارت او یو خصوصي ودانیز او سړک جوړونې شرکت ترمنځ ۴۷۷۱۸۶۰افغانیو په ارزښ قرارداد شوی چې د شاوخوا ۳ میاشتو په موده کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته و سپارل شو.