slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د دایمي اسکان او ځمکې وېش کمیټې تر مشرۍ لاندې په جوزجان ولایت کې غونډه ترسره شوه چې په ترڅ کې د مهاجرینو ښارګوټي ته د څښاک پاکو اوبو د رسولو پرېکړه وشوه.

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو رئیس ملا عبدالله فیضان وویل، په دې غونډه کې د کلیو پراختیا، کرنې او مالدارۍ، چاپېریال ساتنې، عامه ګټو، ښاروالۍ، اوبو رسونې، روغتیا، بېرته راستنېدونکو او مهاجرینو ریاستونو، د استخباراتو استازي، د کدستر آمریت او د «اکشنېټ» مؤسسې استازي ګډون درلود.

فیضان زیاته کړه چې غونډې پرېکړه وکړه، د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو لپاره د جوړېدونکي ښارګوټي د څښاک اوبو اړتیاوې به د ساحې د موجودو اوبو سرچینو له لارې د نل‌لیکې او کانالیزاسیون سیستم په وسیله پوره شي.

د چارواکو په وینا، د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی د مهاجرینو ښارګوټو لپاره له بنسټیزو اړتیاوو څخه ګڼل کېږي، ځکه چې د خلکو د استوګنې د اسانتیا او د ژوند د کیفیت د ښه والي لپاره حیاتي ارزښت لري.