slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت د تازه څرګندونو له مخې، تېره شپه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پراخې نښتې شوي چې د څو ساعتونو لپاره یې دوام کړی. چارواکي وایي، دا عملیات د پاکستان له لوري د افغانستان د خاورې د تکراري سرغړونو او وروستي هوایي برید په ځواب کې ترسره شوي دي.

ملي دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي:

“نن شپه د اسلامي امارت وسله‌وال ځواک د پاکستاني پوځ له لوري په مکرر ډول د افغانستان د حریم نقضولو او د افغانستان په خاوره د هوایي برید په ځواب کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو په مراکزو انتقامي او بریالي عملیات ترسره کړل. یاد عملیات د شپې په دولسو بجو پای ته ورسېدل.”

وزارت زیاتوي، که پاکستاني ځواکونه یو ځل بیا د افغان خاورې د نقض هڅه وکړي، د اسلامي امارت وسله‌وال پوځ به “کلک او پرېکنده ځواب” ورکړي.

 وروستیو څو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان اړیکې یو ځل بیا ترینګلې شوې دي. پاکستاني چارواکي افغان لوري تورنوي چې د دوی پر خاوره بریدونه د افغانستان له خاورې تنظیمېږي، خو کابل دا تورونه ردوي او وایي چې د افغانستان له خاورې هېڅ هېواد ته د ګواښ اجازه نه ورکوي.

له بلې خوا، افغان چارواکي وایي چې پاکستاني پوځیان وخت ناوخت د ډیورنډ کرښې د هغې غاړې څخه د افغانستان خاورې ته ډزې کوي او کله ناکله د بې‌پیلوټه الوتکو یا جنګي الوتکو بریدونه هم کوي. افغان چارواکي وايي د پاکستان وروستی هوایي برید د هېواد، خاورې او حریم ښکاره نقض و، چې په ځواب کې یې د اسلامي امارت ځواکونو انتقامي عملیات ترسره کړل.