تورخم بندر کې د اورلګېدنې پېښه مهار او د ۵ میلیونه افغانیو توکي وژغورل شول
د ننګرهار ولایت د تورخم بندر د ګمرک آمریت اړوند د خروجې دروازې مخې ته، د سختې ګرمۍ له امله د یو عراده ټیلر موټر د اور اخیستنې پېښه رامنځته شوې، چې د تورخم اطفایې چټک غبرګون له کبله ژر مهار شوې ده.
د راپورونو له مخې، اورلګېدنه له پېښې سره سم د اطفایې پرسونل د چټک اقداماتو له امله تر کنټرول لاندې راوستل شوې او د الله تعالی په مرسته بشپړه مهار شوې ده.
یادې پېښې ځاني تلفات نه دي لرلي، خو شاوخوا درې زره افغانۍ مالي زیان اټکل شوی دی. په عین حال کې، د ژغورنې په عملیاتو کې د پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت تجارتي توکي له سوځېدو ژغورل شوي دي.
د تورخم اطفایې مسؤلینو ویلي، د دوی چټک غبرګون د ورته بیړنیو حالاتو پر وړاندې د چمتووالي څرګندونه کوي، او ژمن دي چې د خلکو مال او ژوند ته د هر ډول احتمالي خطر په وړاندې ګړندی او مؤثر اقدام وکړي.