د هلمند د نوې امنيه قومندانۍ د بنسټ ډبره د څه باندې ۷۵ ميليونونو افغانيو په ارزښت کېښودل شوه
د هلمند ولايت ا.ق وياند ملا عزت اللّٰه حقاني وايي چې د ياد ولايت د والي الحاج مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي،د کورنيو چارو وزارت د امنيتي چارو ستر معينيت مرستيال الحاج مولوي عطاء اللّٰه انوري،امنيه قومندان او يو شمېر نورو چارواکو په حضور کې يې د بنسټ ډبره کيښودل شوه.
حقاني وايي چې د يادې ودانۍ چارې د کورنيو چارو وزارت له لوري په ۷۵ ميليونه او ۶۰۰ زره افغانيو په مالي لګښت،د الکوزي ساختماني شرکت له لوري به یې چارې د ۱۵ مياشتو په موده کې بشپړې شي.