slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د بېلجیم کې د بروکسل هوايي ډګر وروسته له هغې وتړل شو چې د تېرې سې شنبې په ماښام کې د دې ښار په فضا کې بې پیلوټه الوتکه ولیدل شوه. د دې هېواد د هوايي ترافیک چارواکو په وینا، دغه پېښه د ماښام شاوخوا اووه بجې رامنځته شوې چې وروسته ورسره سم د مسافرو د خوندیتوب لپاره د الوتنو لړۍ ودرول شوه.

د بروکسل د هوايي ډګر ویاندې ویلي، چې د امنیتي ټیمونو پلټنې لا هم روانې دي او تر هغه چې وضعیت خوندي نه‌وي، د الوتنو اجازه نه ورکول کېږي.

د راپورونو له مخې، د بلجیم لییژ هوايي ډګر هم د ورته پېښې له امله د احتیاطي تدابیرو په توګه تړل شوی دی.

په وروستیو اوونیو کې په اروپایي هېوادونو کې د ډرونونو د فعالیت پېښې زیاتې شوې دي. له دې وړاندې د ډنمارک  کوپنهاګن او د ناروې اوسلو هوايي ډګرونه هم د ورته امنیتي ګواښونو له امله موقتي تړل شوي وو او د بلجیم په یوه پوځي اډه کې هم د ډرونونو د لیدو راپورونه ورکړل شوي وو.

دغه پرله‌پسې پېښې د اروپایي چارواکو لپاره د هوايي حریم د خوندیتوب په اړه نوې اندېښنې راپارولي دي.