slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د اقتصاد وزارت سرپرست وزير او د کډوالو لپاره د مرستو د جلب او جذب كمېټي رئيس قاري دين محمد حنيف د جاپان له سفير ښاغلي تاکا يوشي کوروميا او مل پلاوي سره ليدنه کړې.په غونډه کې د کډوالو لپاره د مرستو د جلب او جذب كميټي استازو، د ماليې وزارت، کډوالو او بيرته راستنيدونکو چارو وزارت، بهرنيو چارو وزارت، د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت، له طبيعي پېښو سره د مبارزې وزارت، د افغاني سر مياشتي ټولني او د بېرته راستنيدونکو هيوادوالو د امنيت مسئول هم شتون درلود.د جاپان سفير د کډوالو لپاره د مرستو د جلب او جذب کميټې ته د خپل هيواد د۴ ، ۵۸ اته پنځوس اعشاريه څلور ميليون دالرو په ارزښت بيرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د آسانتياوو برابرولو او بيړنيو مرستو د پوره کولو لپاره ځانګړ شوې بشري مرستې ډاډ ورکړی.دا مرستي به د ملګرو ملتونو سازمان د UNHCR او UNFBA ادارو له خوا اړمنو کډوالو ته ورسېږي. همدارنګه د جاپان هيواد سفير د افغانستان د بيارغونې په برخه کې هم د خپل هيواد چمتووالي په ډاګه کړي، چي په پام کي ده په بېلابېلو برخو کې يو تعداد پراختيايي پروژي پلي کړي.