slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ننګرهار ولایت په یوه ترافیکي پېښه کې، چې د موټر د چلوونکي د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې، دوه ماشومان شهیدان شوي او یو تن ټپي شوی دی.

پېښه د روان لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۰مه، د سرحدي لېوا ترڅنګ هغه مهال رامنځته شوه، کله چې یو عراده کرولا ډوله موټر له سړک منحرف او سیند ته ولوېد.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد وایي، د پېښې له رامنځته کېدو سره سم، د ترافیکو د ارزونې ټیم، ژغورونکي او امنیتي ځواکونه سمدستي سیمې ته رسېدلي.

په پېښه کې دوه ماشومان شهیدان شوي او د موټر چلوونکی ټپي شوی، چې ژر تر ژره روغتون ته لېږدول شوی دی.

مسؤلین وایي، بې‌احتیاطي د دې ډول غمیزو اصلي لامل دی. دوی له ټولو چلوونکو غواړي، چې د ترافیکي مقرراتو رعایت ته جدي پاملرنه وکړي، څو د ورته ناوړو پېښو مخه ونیول شي.