ننګرهار کې د یونیفورم د عملي تطبیق په موخه د امنیتي حوزو له منسوبینو څخه نظارتي لیدنه وشوه
د کورنیو چارو وزارت د وروستي حکم او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله له لوري د ځانګړي نظامي یونیفورم د منظورۍ پر اساس، د ښوونې او روزنې مدیریت له لوري د یونیفورم د تطبیق په موخه د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ د اولې او درېيمې امنیتي حوزو څخه د کنټرول او څارنې لیدنه ترسره شوه.
یاده څارنه د امنیه قوماندان ملا محمد فرید عمر د هدایت پر بنسټ، د ښوونې او روزنې مدیریت له خوا د مشخص شوي پلان مطابق ترسره شوه، چې پکې د یونیفورم پر منظمه استفادې ټینګار وشو.
د ښوونې او روزنې محترم مدیر مولوي ګلعزیز «الفت» ټولو منسوبینو ته د وینا پر مهال څرګنده کړه:
نظامي یونیفورم یوازې لباس نه، بلکې د اسلامي امارت د عقیدوي ځواک، نظم، انسجام، او د وقار څرګند انځور دی. موږ ټول مکلف یو چې د خپل نظام د ارزښتونو د درناوي په پار، له منظور شوي یونیفورم څخه استفاده وکړو او د خپلو چارو پر مهال له بېنظمه بڼې ډډه وکړو.
نوموړي زیاته کړه، چې د یاد حکم تطبیق جبري دی، او هېڅ یو نظامي منسوب به له دې امر څخه مستثنا نه وي.
د ښوونې او روزنې مدیریت ډاډ ورکوي، چې د یونیفورم د تطبیق دا نظارتي لړۍ به نورو جزوتامونو او قطعاتو ته هم وغځېږي، او د نظم د لا ټینګښت لپاره به په پوره جدیت او قاطعیت تعقیب شي.