متقي؛ د هند سفر مو د سیمې د همکاریو پیاوړتیا او متوازن سیاست څرګندونه کوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي خپل وروستی سفر هند ته تاریخي او له لاسته راوړنو ډک بللی او ویلي یې دي چې دا سفر به د کابل او نويډیلي ترمنځ د اړیکو د نوی فصل پیل وي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، متقي د وزارت له کارکوونکو سره په یوه ناسته کې د خپل سفر او د مسکو فارمټ د اوومې ناستې جزییات شریک کړل. هغه څرګنده کړې چې د مسکو فارمټ دا ځلیزه ناسته د اسلامي امارت لپاره ځانګړې وه، ځکه افغانستان په کې د رسمي غړي په توګه ګډون وکړ او د ګڼو هېوادونو استازو د افغانستان د حاکمیت، ثبات او بشري همکاریو ملاتړ وکړ.
متقي زیاته کړې چې د سفر پر مهال یې له د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر او یو شمېر نورو چارواکو سره د سیمهیزو اقتصادي همکاریو، د کنګل شوو شتمنیو د خلاصون او د بشري مرستو د همغږۍ په اړه خبرې کړې دي.
د ده په وینا، د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراخېدو لپاره مهمه وه. نوموړي ویلي، د ګډې کمېټې پر جوړېدو او د سفارتي اړیکو د پیاوړتیا پرېکړه وشوه، او د چابهار بندر او هوایي دهلېز د اسانتیاوو د پراخېدو موضوع هم مطرح شوه.
د متقي په خبره، له هندي سوداګرو سره یې د پانګونې پر فرصتونو او د افغان تولیداتو د بازارموندنې پر لارو چارو خبرې کړې، او د هند د سوداګرۍ د خونې مسؤلینو د ګډو نندارتونونو او اقتصادي همکاریو ژمنه کړې ده.
هغه زیاته کړې چې د سفر په ترڅ کې یې له افغان مهاجرینو او سیکانو سره هم لیدلي، د اسلامي امارت د لاسته راوړنو په اړه یې ورسره خبرې کړې او د هغوی غوښتنې یې اورېدلې دي.
مولوي متقي د دیوبند له دارالعلوم څخه لیدنه د افغانستان او هند ترمنځ د تاریخي دیني اړیکو د بیا پیاوړتیا لامل بللی او ویلي یې دي چې دواړه خواوې به د ديني او علمي همکارۍ په برخه کې ګډ کار ته دوام ورکړي.
د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې افغانستان خپلواک سیاست تعقیبوي او له ټولو هېوادونو سره د متوازن او متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړي.


