په غزه کې روانه قحطي بشري جنایت دی!
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د غزې روان بشري کړکېچ په چټکۍ سره د انسانانو په لاس رامنځته شوې قحطۍ ته روان دی، او که دا وضعیت دوام ومومي، نو دا قحطي ښايي د جنګي جرم مصداق وبلل شي.
دغه څرګندونې په هغه رپوټ کې شوې چې د ملګرو ملتونو په مرسته جوړ شوی او تازه خپور شوی دی. رپوټ پر اسرائیل فشار راوړی چې د غزې د ولسي وګړو د خوندیتوب لپاره خپل قانوني مسؤلیتونه ترسره کړي، او همداراز له دې هېواد غوښتنه شوې چې بشري مرستو ته د غزې اړو خلکو ته د رسېدو اجازه ورکړي.
د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو مشر چارواکي، ولکر تورک، له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي، داسې معتبر شواهد شته چې ښيي اسرائیل ښايي قحطي د جګړې د وسیلې په توګه کاروي، چې دا چاره د منلو وړ نه ده.
خو د اسرائیلو د اقتصاد وزیر او د صدراعظم نتنیاهو د ګوند مخکښ سیاستوال نېر برکت، دا څرګندونې "بشپړې بې بنسټه او بې ځایه" بللي دي. هغه، لکه د اسرائیلي حکومت نور چارواکي، ادعا کوي چې امریکا او نوره نړۍ غزې ته بشري مرستې استوي.