خوستوالو ځوانانو د انګرېزي ښکېلاک پر وړاندې د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ۱۰۶مې کليزې د نمانځنې په پار ځانګړي مراسم ترسره کړل.
یاد مراسم د الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په هڅو او د بدني روزنې آمریت سره په همغږۍ، د خوست ښار په مرکزي چوک کې جوړ شوي وو، چې پکې د ورزشکارانو لخوا ځانګړي ورزشي نمایشات ترسره شول.
د دغو نندارو موخه د خپلواکۍ د ارزښتونو درناوی، د ځوانانو د استعدادونو څرګندونه او د ملي ورځو درناوي ته وده ورکول وو.
په دغو مراسمو کې، د خوست اوسېدونکو او ګڼو ځوانانو برخه اخیستي وه، او د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې د ۱۰۶مې کليزې د نمانځنې په لړ کې یې دغه ورزشي نمایشات وستایل.