slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ننګرهار د اوروژنې  مجاهدینو د جلال‌آباد ښار او سرخرود ولسوالۍ په دوو جلا پېښو کې، شاوخوا ۴۱ میلیونه افغانۍ شتمني له اورلګېدنې وژغورله.

لومړۍ پېښه د جلال‌آباد ښار په ځوانانو چوک سیمه کې د برېښنا شارټۍ له امله رامنځته شوه، چې د یو کور شاوخوا ۶۰ زره افغانۍ مالي زیان یې اړولی، خو د اطفایې پر وخت رسېدو سره تر ۱۳ لکه افغانۍ ډېر مال ژغورل شوی دی.

دویمه پېښه د سرخرود ولسوالۍ د مستي‌خېلو په سیمه کې د خوراکي توکو په یوه دوکان کې رامنځته شوه، چې لامل‌ یې تر اوسه روښانه نه‌دی. په دې پېښه کې یو تن لږ ټپي شوی، شاوخوا اویا زره افغانۍ تاوان شوی، خو د اطفایې د هڅو له امله تر ۴۰ میلیونه افغانۍ زیات مال خوندي شوی دی.