خوست کې، سږ کال د غنمو په حاصلاتو کې دولس سلنه(۱۲%) زیاتوالی راغلی دی.
د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې نولس زره دوه سوه ۱۹۲۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ویشل شوي دي، چې له مخې یې پر اتلس زره پنځه سوه پنځه نوي ۱۸۵۹۵ هکتاره ځمکه باندې غنم کرل شوي.
له همدې امله سږ کال د تير په پرتله د غنمو په حاصلاتو کې د پام وړ دولس سلنه(۱۲%) زیاتوالی راغلی. د يادونې ده، چې د دغه ۱۸۵۹۵ هکتاره کرل شوې ځمکې څخه پنځوس زره شپږ سوه اته نوي ۵۰۶۹۸ مټریک ټنه د غنمو حاصل رامنځته شوی، چې دا د تير کال په پرتله د غنمو په حاصلاتو کې دولس سلنه(۱۲%) زیاتوالی ښيي.