مودي ؛ نړۍ ته وایم چې ترهګرو او ملاتړو ته به یې له تصور هاخوا سزا ورکړو
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي یوځل بیا اعلان وکړ، چې نوی ډیلی به ترهګر او د هغوی ملاتړي او پلان جوړوونکي پرې نه ږدي او له تصور هاخوا سزا به ور کړي.
مودي د یکشنبې په ورځ په «من کې بات» یا د زړه خبره راډیويي پروګرام کې وویل، چې «نن له بیهار څخه غواړم ټولې نړۍ ته په ښکاره ټکو ووایم چې هند به هر ترهګر، د هغوی ملاتړي او پلان جوړوونکي په ګوته کړي، تعقیب به یې کړي او جزا به ورکړي. دوی ته به له تصور هاخوا سزا ورکړل شي».
د هندي رسنیو د رپوټ له مخې، صدراعظم نریندرا مودي د هند جوړو دفاعي وسایلو ستاینه وکړه چې په پاکستان او د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د وسله والو پر پټنځایونو کارول شوي وو.