الجولاني پوتین ته؛ رسماً درڅخه غوښتنه کوو، چې بشار الاسد راوسپاره.
العربیه شبکې د یو شمېر معتبرو سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې د سوریې د لنډمهالي حکومت ولسمشر احمد الشرع د روسیې له ولسمشر ویلادیمیر پوتین څخه په رسمي ډول سوریې ته د دغه هېواد د پخواني ولسمشر بشارالاسد د ورسپارلو غوښتنه کړې. اسد په دمشق کې د نظام تر نسکورېدو وروسته د روسیې په همکارۍ مسکو کې پناه اخیستې. هېره دې نهوي، چې بشرالاسد د خپلې واکمنۍ په دوران کې په سوریه کې په ګڼو جنایتونو تورن دی، چې اوس یې د سوریې موقت ولسمشر له پوتین څخه د ورسپارلو رسمي غوښتنه کړې.