د هرات امنيې قوماندانۍ منسوبينو له خوا څلور تنه د غلا په تور ونيول شول
د هرات ولايت امنيې قوماندانۍ د اوومې امنیتي حوزې منسوبینو لخواه د کشفي عملياتو په بهير کې څلور تنه د استوګنې د کور د غلا په تور د یادې حوزې اړوند سیمو څخه لاس په لاس نيولی.
دغه راز نيول شويو کسانو په خپل جرم اعتراف کړى او دوسيې به يې له بشپړيدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته واستول شي.