غزني ولایت کې ۵۵ تنه روږدي له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د غزني ولایت اړوند د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسؤلینو لخوا ۵۵ تنه روږدي چې مخکې د یاد ولایت له مختلفو سیمو څخه را ټول شوي وو له درملنې وروسته رخصت او خپلو کورنیو ته په سالمه توګه وسپارل شول.