مولوي متقي؛ د ایکو سازمان په چوکاټ له سیمې سره پراخې اړیکې غواړو.
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د بهرنیو چارو وزیرانو په ۲۹مه غونډه کې، چې د قزاقستان په کوربتوب په آنلاین ډول ترسره شوې، د لومړي ځل لپاره ګډون کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې مولوي امیرخان متقي په دې غونډه کې د اسلامي امارت د څلورو کلونو امنیتي، اقتصادي او سوداګریزو لاستهراوړنو، د نشهيي توکو پر وړاندې د پراخې مبارزې او د سیمې د اتصال په برخه کې د افغانستان د جغرافیایي موقعیت پر ارزښت مفصل بحث کړی دی.
متقي له اکو سازمان او د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو او همکاریو د پراختیا لپاره د اسلامي امارت چمتووالی څرګند کړی او ټینګار یې کړی چې غړي هېوادونه کولای شي د دغه سازمان د همکارۍ په چوکاټ کې د افغانستان له اقتصادي او سوداګریزو ظرفیتونو ګټه واخلي.
د غونډې د ګډونوالو په وینا، د افغانستان سره د اړیکو پراختیا مهمه ده او هغوی د اسلامي امارت هڅې د نشهيي توکو د له منځه وړلو او اقتصادي ثبات په برخه کې وستایلې. ګډونوالو همدارنګه د ټرانسپورټ، کرنې او سوداګرۍ په برخو کې د لویو سیمهییزو پروژو د ګډې پلي کولو او د اقلیم بدلون پر وړاندې د ګډو هڅو ټینګار وکړ.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر افغانستان د اکو سازمان نهجلا کېدونکی غړی بللی او دا هېواد یې د جنوبي اسیا لپاره د سوداګرۍ او ترانزیت تر ټولو نږدې او اغېزمنه لاره معرفي کړې ده.
د وزارت د معلوماتو له مخې، غونډه د ۲۰۲۶ کال د بودیجې د تصویب، د سکرتریت د تېر کال د فعالیتونو د ارزونې او د راتلونکې غونډې د نېټې او ځای د ټاکلو له پرېکړو وروسته پای ته رسېدلې ده.


