د پکتیا پولیسو د ۳.۵ کیلوګرامه چرسو سره یو تن نیولی.
د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ پولیسو د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو یو تن نیولی. د نشه يي توکو سره مبارزې د امریت منسوبینو د هراړخیزو او دقیقو پلټنو په ترڅ کې یاد کس له ۳.۵۰ کیلو ګرامه خامو چرسو سره نیولی.
پولیس وايي چې نیول شوي کس غوښتل دغه نشهيي توکي د موټرسایکل په وسیله له یوې سیمې څخه بلې ته انتقال کړي، خو د پولیسو په مداخله یې هڅه ناکامه شوه.
د نیول شوي کس دوسیه به تر لومړنیو څېړنو وروسته اړوند بنسټونو ته وسپارل شي.