خیبرپښتونخوا کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۱ کسان مړه شوي.
د خیبرپښتونخوا په دېره اسماعیل خان سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان د جیونیوز ټلوېزیون د راپور له مخې، پېښه د یوه موټر د لارې چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده. موټر له خانوزۍ سیمې څخه دېره اسماعیل خان ته روان و.
سرچینې ویلي، پېښه د موټر د تخنیکي ستونزې له امله شوې او د پېښې قربانیان په ځای مړه شوي دي. ټپیان د نزدې روغتونونو ته انتقال شوي او د هغوی روغتیایي وضعیت د څارنې لاندې دی.