ایران کې د ترافیکي پېښې له امله د اتو تنو مړو شوو افغانانو جنازې د اسلامي امارت مسولینو په مرسته غزني ته راوړل شول.
سیمهییزو چارواکو ویلي چې د ایران په سیستان او بلوچستان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله مړه ټول افغانان بېرته افغانستان ته لېږدول شوي او اوس اجرستان ولسوالۍ ته رسېدلي دي.
د غزني امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اجرستان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي، چې غیر قانوني ایران ته تللي وو، د خاش په سیمه کې له یوه ترافیکي پېښې سره مخ شوي وو. د چارواکو د معلوماتو پر بنسټ، په دې پېښه کې ۸ کسان مړه او ۶ نور ټپیان شوي دي.
د چارواکو په وینا، د ایران د افغان کنسولګرۍ همکاري او بېړني اقدامات سبب شول چې د پېښې د قربانیانو مړي او ټپیان د ملي دفاع وزارت له لوري د یوې چورلکې په مرسته غزني ته ولېږدول شي.


