slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

واخان د ورېښمو پخوانۍ لارپه راتلونکې کې د نړۍهغه څلور لاره ده، چې د افغانستان او سيمې لپاره د ژوپولټيک او ژوايکونوميک موقيعت درلودونکې ده چې ورځ تر بلې يې ارزښت لوړېږي ځکه اوس د سمندري لارې پيچلې کېږي نو د وچو لارو ارزښت له همدې امله لوړېږي واخان د افغانستان لپاره نښلونکی څلور لاری خو د چين لپاره د ژوند نوی هيله ده ځکه چين اوس په دې لټه کې دی ترڅو د وچې لارې منځنی آسيا،اورپا او افريقا سره ځان ونښلوي چې واخان يې تر ټولو غوره لاره بلل کېږي . چين د افغانستان له لارې د ايران او د ايران له لارې د ترکیې څخه په تېرېدو سره اورپايي بازارونو سره نښلول کېږي بلخوا بيا د ايران له لارې له عراق… سره نښلي همدارنګه د چابهار بندر له لارې عربي هېوادونو او د سويس کانال له لارې اورپا او افريقا ته ځان رسوي چې په دې توګه تر ټولو نږدې تمامېږي بلې خواته بيا له ايران ،ترکمنستان او عربي هېوادونو…. څخه انرژی او خام مواد رالېږدوي چې اوس مهال چين ورته بې حده زياته اړتيا لري. چين په 2022 کې د 600 ميليارده ډالره تجارت کړی که چېرې د واخان له لارې د 400 سوه ميليارده ډالري تجارت وکړي نو موږ ته بايد څه پاسه 6 ميليارد ډالره ټکس راکړي دا دې ترڅنګ موږ کولای شو د ګلګت بلتستان له لارې له هند سره هم ځان ونښلوو واخان يوازې د تجارت لپاره نه بلکې د ګرځندویانو لپاره هم دغوره موقيعت درلودونکی دی چې د نړۍ زيات شمير سيلانيان راجلبولای شي د ښو عوايدو ترڅنګ ځوانانو بوختياوې هم رامنځته کوي موږ بايد په واخان کې د ډاډه امنيت په موخه هلته دوې نظامي ليوا ولرو دا ليواوې بايد چرکي ،ځمکني، توپچي او هوايي ځواک سمبالې وي چې هر ډول حالاتو ته چمتو وي او په وخت يې مخه ونيسي او ترڅنګ بايد پراخ سړکونه او د ژوند اسانتياوو لپاره چټک ګامونه واخیستل شي واخان بې حده زيات ارزښتناک او اړين دی بايد په هکله يې لا نورې څېړنې او ارزونې يې وشي ځکه واخان د نړۍ بام دی دا بام رغونه او خوندي چت د سرونو په بیه ساتنه غواړي واخان د نړۍ نښلوونکي څلور لاره ده دا پاخه سرکونه ، پخې لارې ، تجارتي او اقتصادي مرکزونه غواړي واخان د اقتصاد زړه دی ددې زړه د خونديتوب لپاره قوي مټې غواړي واخان د افغانستان د ښیرازۍ کیلي ده دا کیلي هوښيار ځانګړي ساتوونکي او ځانګړي کوډونه غواړي واخان د سوکاله افغانستان هيلې او ارمانونه دي دا ارمانونه او امانتونه پوره کول غواړي واخان د افغانستان ځانګړې ستراتيژيکه او جيوپليټيک سيمه ده ولس يې د ابادلو په موخه بايد راويښ او يو موټی شي.