slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې تېره شپه پاکستاني پوځ په خوست، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د ملکي وګړو پر کورونو هوايي بریدونه کړي دي. د مجاهد په وینا، په خوست ولایت کې د ګربز ولسوالۍ په «مغلګۍ» سیمه کې د یو کور په نښه کولو سره یوه ښځه او نهه ماشومان شهیدان شوي، او په نورو سیمو کې څلور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه د افغانستان د حریم نقض بللي او ټینګار یې کړی چې اسلامي امارت به د خپل هوايي او ځمکني حریم  پوښتنه په خپل مناسب وخت کې وکړي.

ورته مهال، د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزي دغه بریدونه غندلي او له نړیوالو اصولو سره د ټکر په توګه یې یاد کړي دي. هغه پاکستان ته خبرداری ورکړی چې دښمنانه پالیسۍ تکرار نه کړي. د اسلامي امارت پخوانی سفیر عبدالسلام ضعیف هم بریدونه د «پنجابي رژیم بزدلانه عمل» بللي، او د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمي خلیلزاد هم د ملکي وګړو د هدف ګرځولو په غندلو کې خپل غږ پورته کړی دی.

دغه بریدونه داسې مهال شوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ درېیم پړاو مذاکرات بې‌پایلې شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې سوداګریزې لارې تړل شوې دي. راپورونه ښيي چې د ترکیې لوړپوړی پلاوی هم اسلام‌اباد ته تللی او د پاکستاني چارواکو سره یې د ځینو مسایلو په اړه د تاوتریخوالی تر کچې خبرې شوې دي.