slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د لوړو زده‌کړو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د کابل پوهنتون دوه زره او ۱۰۰ محصلین د ماسټرۍ  او دوکتورا په کچه له بېلابېلو رشتو فارغ شوي دي. د فراغت په مراسمو کې د لوړو زده‌کړو وزارت علمي مرستیال، د کابل والي مرستیال، د پوهنتون مشرتابه، د یو شمېر پوهنتونونو او دیني مدارسو مسؤلین، استادان، فارغ شوي محصلین او د هغوی کورنیو ګډون کړی و.

د لوړو زده‌کړو وزیر، شیخ ندا محمد ندیم، فارغو محصلینو ته د زده کړو د دوام او په خپل مسلک کې د هڅو کولو یادونه وکړه. هغه ټینګار وکړ چې علم یوازې د لوستلو پایله نه ده، بلکې په عمل، اخلاقو او ټولنې ته خدمت کې څرګندیږي. نوموړي وویل چې محصلین د خپل علم په کارولو سره یوازې ځان ته ګټه نه رسوي، بلکې د خپلې کورنۍ، ټولنې او هېواد په وړاندې هم مسوولیت لري.

ښاغلي ندیم فارغو محصلین  وهڅول چې په افغانستان کې پاتې شي او د خپلې زده کړې او مسلکي وړتیاوو په کارولو هېواد ته خدمت وکړي. د لوړو زده‌کړو وزارت علمي مرستیال، شیخ ضیاالرحمن الاریوبي، هم فارغو محصلینو ته مبارکي وویله او د علم دوام ته یې وهڅول.

د کابل پوهنتون رئیس، دوکتور اسامه عزیز، د تحصیلي نظام د پرمختګ لپاره د اسلامي امارت او د لوړو زده‌کړو وزارت مننه وکړه او محصلین یې خپلو راتلونکو مسوولیتونو ته متوجه کړل. همدارنګه د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون رئیس او د کابل والي مرستیال د فارغو شویو محصلینو پر ټولنیزو او مسلکي مسؤلیتونو خبرې وکړې.