slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وايي چې په څلورو ولایتونو پروان، بلخ، فراه او میدان وردګو کې ټول ۵۴ تنه روږدي راټول شوي او د درملنې لپاره اړوندو روغتیايي کمپونو ته سپارل شوي دي.

د معینیت د معلوماتو له مخې، په راټولو شویو کسانو کې ۳۴ تنه د پروان ولایت، ۱۵ تنه د بلخ، یو تن د فراه او ۴ تنه د میدان وردګو ولایت سره تړاو لري.

سرچینه زیاتوي چې د پروان ولایت له ډلې ۳۴ تنه روږدي د پلازمېنې کابل "امید" روغتیايي کمپ ته انتقال شوي تر څو د درملنې ځانګړي پړاوونه ترې تېر کړي.

چارواکي ټینګار کوي چې د روږدو کسانو د درملنې او بیا ټولنې ته د ورګرځېدو لپاره به ورته دوامدارې برنامې عملي شي.